يشعياه 8:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 بيا به هغه تاسو محفوظ ساتى. خو هغه به د اِسرائيل او د يهوداه دپاره يو داسې کاڼے وى چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک وخورى او راوبه غورزيږى. او د يروشلم د خلقو دپاره به هغه يو دام او يو جال جوړ شى. Faic an caibideil |
او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.