7 خو مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغوئ منصوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى.
خو د مالِک خُدائ منصوبې به د تل دپاره قائمې شى، او د هغۀ ارادې به هيڅکله خوځولے نۀ شى.
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.
تاسو چې د مرګ سره کوم لوظ کړے دے نو هغه به منسوخ کړے شى او چې د عالمِ ارواح سره تاسو کوم تړون کړے وى نو هغه به ختم کړے شى. هغه زورَور افت به تاسو ووهى او تاسو به ترې نه لاندې شئ.
ستا د غضب او غرور نه زۀ خبر يم او اوس به زۀ ستا په پوزه کښې پېزوان او ستا په خولۀ کښې قيضه واچوم او چې په کومه لار راغلے يې نو په هغې به دې واپس ولېږم.“
کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.
راځئ چې مونږ په يهوداه باندې حمله وکړُو، خلق ويروو او قبضه يې کړُو، او بيا به د طابئيل زوئ په تخت باندې کښېنوو.
تاسو چې څۀ منصوبې هم جوړَوئ هغه به بېفائدې وى. تاسو چې څۀ فېصله هم کوئ هغه به ناکام کيږى، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ مل دے.
څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“