Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 7:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو مالِک خُدائ يشعياه ته وفرمائيل، ”خپل زوئ شياريشوب ځان سره روان کړه او احاز بادشاه سره مِلاوېدو له لاړ شه. تۀ به هغۀ سره په هغه سړک باندې مِلاو شې چرته چې دهوبيان جامې وينځى او د هغه نِهر لاندې سر سره په کوم چې د تالاب نه اوبۀ راکوزيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 7:3
14 Iomraidhean Croise  

د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو


د اسور بادشاه د لکيس نه يو لوئ لښکر ولېږلو چې په يروشلم کښې په حزقياه باندې حمله وکړى، چې د دې مشرى د هغۀ درې غټو آفسرانو کوله. کله چې هغوئ يروشلم ته ورسېدل، نو هغوئ د ولې سره سړک قبضه کړو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې، دا د هغه سړک سره نزدې وو چې کوم د دهوبى پټى ته تلو.


نور هر څۀ چې حزقياه بادشاه کړى وُو، د هغۀ د بهادرۍ کارنامې او هغه حِساب کِتاب چې هغۀ ډنډ جوړ کړے وو او چې يو سورنګ يې کنستلے وو چې ښار له اوبۀ راولى، دا هر څۀ د يهوداه د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.


د بيت‌صور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.


په سحر کښې فِرعون له لاړ شه چې کله هغه د نيل درياب ته کوزيږى. د خپل ځان سره هغه امسا هم يوسه چې مار ترې نه جوړ شوے وو او د درياب په غاړه هغۀ ته ودرېږه.


باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى.


تاسو د ښار د دېوالونو په مينځ کښې د هغه اوبو رايسارولو دپاره تالاب جوړ کړو کومې اوبۀ چې د زوړ ډنډ نه رابهېدلې. خو تاسو خُدائ پاک ته هيڅ توجو ونۀ کړه، چې هغۀ ډېر د پخوا نه د دې هر څۀ منصوبه جوړه کړې وه او هغۀ داسې وکړل.


بيا د اسور بادشاه خپل مشر آفسر ته حُکم وکړو چې حزقياه بادشاه ته د يو لوئ لښکر سره د لکيس نه يروشلم ته لاړ شى. نو آفسر په هغه سړک ودرېدو چرته به چې دهوبيانو جامې وينځلې، دا د هغه وَلې سره نزدې وو چې په دې کښې د بره ډنډ نه اوبۀ راتلې.


بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“


کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.


مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”تۀ د يهوداه د بادشاه محل ته ښکته لاړ شه او هلته دا پېغام بيان کړه،


او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan