Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 7:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 7:23
13 Iomraidhean Croise  

دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.


يو کال او څو ورځې پس به تاسو بې‌پرواه ښځې په لړزان شئ، ځکه چې د انګورو فصل به ضائع شى او مېوې به هيڅکله نۀ پخيږى.


په شل جربه زمکه باندې چې کوم د انګور باغ کَرلے شوے وى نو هغه به صرف دوويشت ليټره مے پېدا کوى. يو سل او شپېتۀ کلو تخم به صرف شپاړس کلو غله پېدا کوى.“


زۀ به د هغې زمکه شاړه کړم. نۀ به يې په بوټو کښې قينچى کيږى او نۀ به ورته ګوډ کيږى، هلته به ازغى او مرکونډۍ زرغونې شى. زۀ به وريځې هم منع کړم چې په دې باندې باران نۀ ورَوى.


خلق به هلته د غشو او ليندو سره د ښکار دپاره ځى. آو، هغه ټول مُلک به د ازغو او غنو نه ډک وى.


ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو.


د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به د هغې د انګورو بوټى او د اينځرو ونې تباه کړم، هغې به وئيل چې دا هغه ګټه ده چې ما له خپلو عاشقانو راکړې ده. زۀ به د هغې باغونه په ځنګل بدل کړم او ځنګلى ځناور به د دې مېوه خورى.


ګورئ کۀ هغوئ د تباهۍ نه وتښتى هم، نو مِصر به هغوئ رايوځائ کړى، او ميمفِس به يې ښخ کړى. د هغوئ د سپينو زرو خزانې به په لوخو کښې ورکې شى، او د هغوئ په کورونو کښې به د ازغو بوټى راوټوکيږى.


يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.


خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بې‌فائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan