Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 7:2
28 Iomraidhean Croise  

تۀ به همېشه اولاد لرې او زۀ به ستا بادشاهى تل دپاره قائمه ساتم. ستا بادشاهت به هيڅکله نه ختميږى.“


سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى.


کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل.


د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق هغۀ قربان‌ګاه ته مخامخ چغه کړه، ”اے قربان‌ګاه، اے قربان‌ګاه. مالِک خُدائ داسې فرمائى، د داؤد په خاندان کښې به يو ماشوم پېدا شى چې د هغۀ نوم به يوسياه وى. هغه به په تا باندې هغه اِمامان حلال کړى کوم چې په تا باندې نذرانې پېش کوى خو په حقيقت کښې په علاقائى عبادتخانې کښې خِدمت کوى او هغه به درباندې د بنيادمو هډُوکى وسوزوى.“


نو امصياه هغه د مزدورۍ فوجيان واپس ولېږل او ورته يې ووئيل چې کورونو ته لاړ شئ. نو هغوئ کورونو ته لاړل او د يهوداه خلقو ته سخت غصه وُو.


د اِفرائيم د قبيلې څلورو مشرانو سړو، د يهوحنان زوئ عزرياه، د مسلموت زوئ برکياه، د سلوم زوئ يحزقياه او د خدلى زوئ عماسا هم د فوجى کاروائۍ مخالفت وکړو.


زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،


بدکاران هيڅ بې‌هيڅه تښتى کۀ څۀ هم څوک ورپسې نۀ وى، خو صادقان لکه د زمرو په شان ډاډه وى.


د اِسرائيل حسد به ختم شى او د يهوداه د دشمنانو نام و نشان به ختم شى. اِسرائيل به د يهوداه نه نور نفرت نۀ کوى او نۀ به يهوداه د اِسرائيل سره دشمنى کوى.


زۀ به هغۀ له د داؤد د خاندان چابيانې ورکړم. چې کومه دروازه هغه کولاو کړى هغه به څوک بندولے نۀ شى او چې کومه دروازه هغه بند کړى هغه به څوک کولاولے نۀ شى.


کوم خلق چې هلته اوسېدل هغوئ بې‌وسه وُو، هغوئ يرېدلى وُو او مازغو يې کار نۀ کولو. هغوئ د واښو په شان کمزورى وُو، د هغه واښو په شان چې په چت باندې په خپله رازرغون شوى وى او چې کله ګرمه هوا وچليږى نو يک دم مړاوى شى.


زۀ به د خپل ځان او خپل خِدمت کوونکى داؤد د خاطره د دې ښار دِفاع او حِفاظت کوم، او دا به بچ کوم.“


کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.


نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟


نو مالِک خُدائ به په تا، ستا په خلقو او په ټول شاهى خاندان داسې سخت وخت راولى چې د کله نه اِسرائيل د يهوداه نه جدا شوے دے نو تر نن ورځې پورې نۀ دے راغلے. هغه به د اسور بادشاه راولى چې په تاسو باندې حمله وکړى.


شام، سره اِسرائيل او د رملياه زوئ ستا خِلاف منصوبه جوړه کړې ده، او وائى،


”هره خبره سازش مۀ ګڼه څنګه چې يې دا قوم ګڼى او د هغه څيزونو نه مۀ يرېږه چې کوم نه دوئ يريږى.


د اِسرائيل ټول خلق او هغه هر يو کس چې په سامريه کښې اوسيږى، هغوئ ته به پته ولګى چې دا هغۀ کړى دى. خو اوس هغوئ مغروره او خود غرضه دى. هغوئ ووئيل،


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


بنى اِسرائيل چې ټوله ورځ هر کار هم کوى نو هغه بې‌فائدې وى. دوکه او ظلم زياتے په هغوئ کښې زياتيږى. د اسور سره د معاهدې باوجود خو بيا هم مِصر ته د زيتُونو تېل لېږى.“


هيروديس بادشاه او د يروشلم ټول خلق په دې اورېدو سره پرېشانه شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan