Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 7:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې د عُزياه نمسى او د يوتام زوئ احاز بادشاه په يهوداه باندې بادشاهى کوله، نو د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح په يروشلم باندې حمله وکړه، خو هغوئ د دې ښار قبضه کولو کښې ناکامه شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 7:1
15 Iomraidhean Croise  

د فقحياه د فوج يو آفسر د رملياه زوئ فقح د جِلعاد د پنځوسو سړو سره منصوبه جوړه کړه او په سامريه کښې د محل دنننۍ قلعه کښې يې فقحياه ووژلو او د هغۀ نه پس په خپله بادشاه جوړ شو.


د يهوداه بادشاه عُزياه د بادشاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملياه زوئ فقح د اِسرائيل بادشاه شو او شل کاله يې په سامريه کښې حکومت وکړو.


د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې مالِک خُدائ وړومبے د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح ورولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى.


د اِسرائيل بادشاه د رملياه زوئ فقح د بادشاهۍ په اوولسم کال، د يوتام زوئ احاز د يهوداه بادشاه شو


د شام بادشاه رضين او د اِسرائيل بادشاه فقح په يروشلم باندې حمله وکړه او دا يې محاصره کړو، خو احاز له يې شکست نۀ شو ورکولے.


په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.


”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.


خو مالِک خُدائ د هغوئ دشمنان راپارولى دى چې په هغوئ باندې حمله وکړى.


د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.


مالِک خُدائ دا پېغام د بيرى په زوئ هوسيع باندې په هغه وخت کښې نازل کړو کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو او يربعام د يوآس زوئ د اِسرائيل بادشاه وو.


د مالِک خُدائ پېغام چې د مورشيت ميکاه باندې د يوتام، احاز او حزقياه د حکومت په دوران کښې نازل شو، چې د يهوداه بادشاهان وُو. هغه رويا چې هغۀ د سامريه او يروشلم په حقله وليده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan