9 مالِک خُدائ فرمائى، ”ولې زۀ به دا قوم د پېدا کېدو حد ته راولم او بيا به يې پېدا کېدو ته نۀ پرېږدم؟ نه، هيڅکله نه.“ ستاسو خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ به دا قوم هيڅکله د پېدا کېدو نه نۀ پاتې کوم.
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.
د ماشوم د پېدا کېدو درد شروع شوے دے خو هغه ماشوم ناپوهه دے، او نۀ غواړى چې د مور د خېټې نه راوځى.