Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 66:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 چا داسې خبره اورېدلې ده؟ يا يې داسې څيز ليدلے دے؟ يو مُلک په يوه ورځ کښې پېدا کېدے شى؟ يا يو قوم په يوه لحظه کښې پېدا کېدے شى څۀ؟ خو صيون سره هم داسې شوى دى. د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د هغۀ ماشومان پېدا شول.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 66:8
8 Iomraidhean Croise  

د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.


”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.


چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.


کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل، ”تۀ ګورې وروره چې په يهوديانو کښې څومره په زرګونو کسانو ايمان راوړے دے او هغوئ ټول د شريعت په حقله ښۀ سرګرم دى.


خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.


بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan