7 د ماشوم د پېدا کېدو درد نه مخکښې د يروشلم ماشوم وشو، د پېدايښت درد نه مخکښې د هغۀ زوئ پېدا شو.
هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”حزقياه بادشاه فرمائى، نن د خفګان، ملامتيا او شرم ورځ ده. مونږ د هغه ښځې په شان يُو چې ماشوم يې پېدا کېدونکے وى، خو د پېدا کېدو زور نۀ لرى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”اے شنډې ښځې د چا چې اولاد نشته. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د خوشحالۍ نه سندرې ووايه، ولې چې تا د ماشوم د راوړو درد نۀ دے تېر کړے. ولې چې د شنډې ښځې بچى اوس د وادۀ شوې ښځې نه زيات دى.
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.
خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده.