Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 66:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 واورئ. په ښار کښې شور او غوغا، د خُدائ پاک په کور کښې آواز ته غوږ ونيسئ، دا د مالِک خُدائ آواز دے، خپلو دشمنانو له سزا ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 66:6
7 Iomraidhean Croise  

وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.


دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ به بدل واخلى، هغه کال چې د ادوم نه به د بنى اِسرائيلو بدله واخلى.


هغه به خپلو دشمنانو له د هغوئ د بدو عملونو سزا ورکړى. د هغۀ غضب به د هغۀ په مخالفينو راګزار شى. هغه به د دُنيا تر آخرى سره پورې دوئ له سزا ورکړى.


هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د صيون نه غړمبيږى، او د يروشلم نه غوريږى. د شپونکو د څرن ځايونه به اوچ شى، او د کرمل د غرۀ په سر واښۀ به مړاوے شى.“


هغه اُميدواره وه او د ماشوم د پېدا کېدو د درد په وجه يې چغې وهلې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan