يشعياه 66:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 زۀ به په هغوئ باندې لوئ مصيبت راولم، هغه ټول څيزونه چې دوئ ترې نه يرېدل. ځکه چې کله ما آواز ورکړو، نو هغوئ جواب رانۀ کړو، او چې کله مې ورسره کلام کولو، نو هغوئ اورېدو نه. او زما د سترګو په وړاندې هغوئ قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به يې کول د څۀ چې هغوئ ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“ Faic an caibideil |
نو په دې وجه هغوئ سره خبره وکړه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې کله چې يو بنى اِسرائيلى خپل زړۀ کښې بُتانو له ځائ ورکړے وى او د خپل ځان د وړاندې يې د ګناه او تيندک خوړلو سبب ګرځولے وى او بيا يو نبى ته د مشورې دپاره ورشى، نو بيا به زۀ مالِک خُدائ هغۀ له په خپله داسې جواب ورکړم چې د هغوئ د ډيرې بُت پرستۍ لائق وى.