22 مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“
نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.
او ترڅو چې زما خبره ده نو زۀ به هغوئ سره يو لوظ وکړم. زما روح چې په تاسو دے او زما کلام چې ما ستاسو په خولۀ کښې اچولے دے، هغه به هيڅکله ستاسو د خولې نه، ستاسو د اولاد د خولې نه او د هغوئ د اولاد د خولې نه لرې نۀ شى. دا د مالِک خُدائ وينا ده او تر همېشه همېشه پورې به هم داسې وى.“
د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“
بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.