13 لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى، نو زۀ به په يروشلم کښې تاسو له داسې آرام درکړم.
زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى، کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې، او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.
کله چې زما د زړۀ بېقرارى ډېره زياته شوه، نو ستا تسلۍ زما روح ته خوشحالى راوړه.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
خُدائ پاک فرمائى، ”زما خلقو له تسلى ورکړئ، زما خلقو له تسلى ورکړئ.
د يروشلم خلقو سره ډيرې په نرمه ژبه خبرې کوئ. او هغوئ ته ووايئ چې ستاسو د خفګان ورځې ختمې شوې او اوس ستاسو ګناهونه معاف شوى دى. ځکه چې د مالِک خُدائ د لاسه هغوئ ته د خپلو ګناهونو يو په دوه سزا مِلاو شوې ده.“
اے آسمانه، د خوشحالۍ چغې وهه. اے زمکې، خوشحالى وکړه. اے غرونو، د خوشحالۍ سندرې ووايئ. ځکه چې مالِک خُدائ خپلو خلقو له تسلى ورکړې ده، او هغه به په خپلو کړېدلو خلقو رحم وکړى.
”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟
يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.
اے هغه ټولو خلقو چې څوک د دې ښار سره مينه کوئ، د يروشلم سره خندا او خوشحالى وکړئ. اے هغه ټولو خلقو چې په دې باندې غمژن وئ، نو اوس ورسره خوشحالۍ وکړئ.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے.
هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.
اګر چې د مسيح د رسولانو په توګه مونږ په تاسو بوج اچولے شو، خو مونږ ستاسو په مينځ کښې داسې نرمى وکړه لکه څنګه چې يوه مور د غېږې بچى له پئ ورکوى.