بيا به تۀ دا وګورې او خوشحاله به شې، ستا زړۀ به غټ شى او د خوشحالۍ نه به درزيږى. ځکه چې د لرې مُلکونو خزانې به تا له راوړے شى، او د قومونو دولت به تا له راشى.
قومونه به ستا صداقت ووينى، او ټول بادشاهان به ستا شان او شوکت وګورى. او تا ته به يو نوے نوم درکړے شى، يو داسې نوم چې مالِک خُدائ به په خپله خولۀ درباندې اېښے وى.
په هغه ورځ به د غرونو نه نوى مے څڅيږى، او غونډو نه به پئ بهيږى، او د يهوداه ټولو ولو کښې به ډيرې اوبۀ روانې وى، او د مالِک خُدائ د کور نه به يوه چينه بهيږى چې د کيکر وادى به اوبۀ کوى.