Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 65:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 65:8
14 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ په سدوم کښې پنځوس صادقان کسان هم وى، نو زۀ به د هغوئ په خاطر ټول ښار بچ کړم.“


کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.


باقى پاتې به راوګرځى، د يعقوب باقى پاتې حِصه به خُدائ تعالىٰ ته راوګرځى.


اګر چې اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف يوه وړه پاتې شوې حِصه به راوګرځى. مالِک خُدائ د خپلو خلقو د تباه کولو صحيح فېصله کړې ده.


زما د نوم د خاطره زۀ خپله غصه په قابو کښې ساتم، زما د ثناء صِفت د خاطره زۀ خپل ځان ستاسو د تباهۍ نه را ايساروم.


کۀ په هغه مُلک کښې صرف لسمه حِصه خلق هم پاتې وى، نو هغه به بيا وسوزولے شى. هغه به د څېړۍ د ونې په شان داسې کټ شى چې صرف مونډ يې باقى پاتې شى.“ دا مونډ به يو مقدس تخم وى.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بې‌سزا نۀ پرېږدم.


چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.


کۀ هغه د تکليف ورځې لنډې کړے شوې نۀ وې نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خُدائ پاک د غوره شوو د خاطره به هغه ورځې لنډې کړے شى.


کۀ چرې مالِک خُدائ هغه د تکليف ورځې لنډې کړې نۀ وے نو هيڅ يو بشر به هم بچ شوے نۀ وے، خو د خپلو غوره کړو د خاطره هغۀ دا ورځې لنډې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan