Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 65:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 65:5
17 Iomraidhean Croise  

لکه څنګه چې سرکه غاښونه برېښوى او لوګے سترګې ترخوى، نو دغه شان ناراسته د خپل مالِک دپاره دے.


مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بې‌سزا پاتې نۀ شى.


خو هغوئ ته خپل ځان صفا ښکارى نو تر اوسه پورې د هغوئ هغه ګندګى لا صفا شوې نۀ ده،


او چې کله فريسيانو دا وليدل نو د هغۀ مريدانو ته يې وفرمائيل چې، ”دا ستاسو اُستاذ د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ ته ناست دے؟“


خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“


فريسيانو او د هغوئ د فرقې د شرعې عالمانو د عيسىٰ مريدانو ته دا ګيله وکړله چې، ”تاسو د محصولچيانو او ګناهګارو سره ولې يو ځائ روټۍ خورئ؟“


کله چې د هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو د ځان سره يې ووئيل، ”کۀ دا سړے چرې رښتينے نبى وے نو هغه به په دې خبر وے چې دا لاس وروړونکې ښځه څوک ده او دا څنګه ښځه ده يعنې يوه ګناهګاره ده.“


مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى.


بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


اے ځوانانو، هم دغه شان تاسو هم د مشرانو تابعدار اوسئ، بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“


دا هغه خلق دى چې ستاسو په مينځ کښې بيلتون راولى، هغوئ نفسانى دى او په کښې د خُدائ پاک روحُ نشته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan