17 ”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
”د تېر شوى وخت په واقعاتو پورې مۀ انښلئ او چې څۀ وړاندې شوى وى نو د هغې خيال د زړۀ نۀ وباسئ.
هغه راياد کړئ چې ډېره موده مخکښې شوى وُو، ځکه چې صرف زۀ خُدائ پاک يم او زما په شان بل هيڅ څوک هم نشته.
ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“
نو کله چې ستاسو د خلقو شمېر په هغه مُلک کښې ډېر شى، مالِک خُدائ فرمائى، نو تاسو به په هغه ورځو کښې د خُدائ د لوظ صندوق ذکر نۀ کوئ او هم به ستاسو خيال ته دا نور نۀ راځى، او نۀ به هغه يادوئ، او نۀ به د هغې د ضرورت احساس تاسو ته کيږى، او نۀ به هغه دوباره جوړ کړئ.
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
د هغۀ د ”يو ځل بيا“ الفاظ دې ته اِشاره کوى چې خوځېدونکى څيزونه به ختم شى، او نۀ خوځېدونکى څيزونه به پاتې شى.
خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.