يشعياه 65:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“ Faic an caibideil |
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.