Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 65:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 65:12
34 Iomraidhean Croise  

اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ،


خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“


هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


د ښار سړى به په تُوره وژلے شى، ستاسو تکړه سړى او سپاهيان به په جنګ کښې مړۀ شى.


مالِک خُدائ ټولو قومونو او د هغوئ ټولو لښکرو ته غصه دے او هغه به دوئ په مکمل طور تباه کړى او ذبح به يې کړى.


او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.


د مالِک خُدائ تُوره په وينه او وازګه باندې پټه شوې ده، دا د ګډورو او د چېلو په وينو سره ده او وازګې ورباندې لګېدلې دى، ولې چې مالِک خُدائ به دا قربانى د بُصره په ښار کښې پېش کړى، هغه به دا لويه حلاله د ادوم په مُلک کښې وکړى.


خو ما په معبودانو کښې داسې يو هم ونۀ ليدلو چې ما له مشوره راکړى، او په دوئ کښې يو هم نشته چې زما د سوال جواب راکړى.


چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.


رښتيا هيڅوک هم نۀ وائى، او څوک چې غلط کار نه لاس اخلى هغه لوټ کيږى. مالِک خُدائ دا وليدل او هغه په دې نارضا وو چې اِنصاف نشته.


ما په خپله غصه کښې قومونه چخڼى او نشه کړل او د هغوئ وينه مې په زمکه توئ کړه.“


هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بې‌ادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربان‌ګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.


مالِک خُدائ به اور او خپلې تُورې سره د دُنيا عدالت وکړى، او ډېر خلق به د هغۀ د لاسه ووژلے شى.“


د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.


خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.


نو د دې په وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، ما ته غوږ شئ‎. زۀ اوس د يهوداه او د يروشلم په ټولو خلقو باندې هغه ټول افتونه راولم د کومو چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړے دے. ما هغوئ ته ووئيل، خو هغوئ غوږ ونۀ نيولو. ما هغوئ ته آواز وکړو، خو هغوئ ما ته جواب رانۀ کړو.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، هرکله چې تاسو دا د شرارت کارونه کول، ما تاسو ته بار بار د دوئ په حقله وينا وکړه، خو تاسو زما وينا ته غوږ ونۀ نيولو. ما تاسو ته آواز درکړو خو تاسو جواب رانۀ کړو.


نو اے يرمياه، کله چې تۀ دوئ ته دا هر څۀ ووائې دوئ به تا ته غوږ ونۀ نيسى، او کله چې تۀ دوئ ته آواز ورکړې دوئ به تا له جواب نۀ درکوى.


زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.


زۀ به انتقام واخلم په غصه او قهر کښې د هغه قومونو نه چې زما حُکم يې نۀ دے منلے.“


آيا دا هغه کلام نۀ دے چې ما مالِک خُدائ فرمائيلى وُو د وړومبيو پېغمبرانو په ذريعه کله چې په يروشلم او د دې نه ګېرچاپېره کلو کښې سکون او برکت وو، او نجب او د مغربى غرونو لمنې ښۀ آبادې وې؟“


خو کله چې هغۀ خپل نوکران رابللے شوو مېلمنو پسې ولېږل نو هغوئ رانۀ غلل.


بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.


هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو.


د جنګ په وجه به په کوڅو کښې مړى پراتۀ وى، په کورونو کښې به يره وى. پېغلې او ځوانان به مړۀ شى، نۀ به ماشومان او نۀ به سپين‌ږيرى بچ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan