يشعياه 64:4 - Pakistani Yousafzai Pashto4 د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى. Faic an caibideil |
زمونږ د پلار نيکۀ د وخت نه واخله تر اوسه پورې مونږ يعنې ستا خلقو لوئې ګناهونه کړې دى. زمونږ د خپلې ګناه په وجه مونږ، زمونږ بادشاهان او زمونږ اِمامان د پردى مُلک بادشاهانو له په لاس ورغلى يُو او مونږ وژلے شُو، غلا رانه کيږى او د قېديانو په توګه بوتلے شُو. زمونږ ډېره بېعزتى شوې ده لکه څنګه چې تر اوسه پورې بېعزته يُو.