12 اے مالِکه خُدايه، د دې هر څۀ باوجود به تۀ زمونږ مدد نه اِنکار کوې څۀ؟ خاموش به يې او بېانتها سزا به راکوې؟
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما نه ولې لرې ودرېږې؟ په وخت د مصيبت کښې تۀ ما نه ولې خپل ځان پټوې؟
ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟
پاکه خُدايه چپ مۀ پاتې کېږه، پاکه خُدايه مۀ غلے کېږه مۀ چپ کېږه.
خُدائ پاک فرمائى، ”زۀ د ډېر وخت نه خاموش وم، زۀ د ډېر وخت نه چپ وم نو غږ مې نۀ کولو. خو اوس زۀ د داسې ښځې په شان يم چې فرياد کوى او چغې وهى لکه چې ماشوم يې پېدا کيږى او ساه ساه يم.
اے مالِکه خُدايه، د آسمان نه په مونږ نظر وکړه، چرته چې تۀ د پاکوالى او جلال سره اوسېږې. ستا غېرت او ستا طاقت چرته دے؟ مونږ ستا د رحم او همدردۍ نه محروم پاتې شُو.
ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بېشکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“
بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“
هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“