5 زۀ حېران شوم چې هيڅوک نۀ وو چې خلاصے يې کړے وے او د مظلومانو مدد يې کړے وے. نو زۀ پخپله وروړاندې شوم چې هغوئ د خپل مضبوط لاس سره بچ کړم. او زما غصې زما مدد وکړو.
هغۀ هغوئ په سخت تکليف کښې واچول، هغوئ تيندکونه خوړل خو مدد يې چا هم نۀ کولو.
زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے، او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.
خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
څوک به ما سره د بدکارانو خلاف راپاڅى؟ او څوک به زما دپاره د بدعملو خلاف ودريږى؟
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
ګورئ، مالِک خُدائ تعالىٰ لوئ قدرت سره راروان دے، هغه به د طاقت سره حکومت وکړى، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.
خو ما په معبودانو کښې داسې يو هم ونۀ ليدلو چې ما له مشوره راکړى، او په دوئ کښې يو هم نشته چې زما د سوال جواب راکړى.
چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.
زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.
اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.
مالِک خُدائ به د خپل مقدس طاقت نه کار واخلى، خُدائ پاک به خپل خلق بچ کړى، او ټول قومونه او ټوله دُنيا به په خپلو سترګو دا وګورى.
”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى، په قومونو کښې هيڅ څوک هم ما سره نۀ وو. ما په غصه کښې هغوئ نچوړ کړى دى او د قهر نه پرې ګرځېدلے يم. د هغوئ د وينې دارې زما په کپړو پرېوتې دى او زما جامې په وينو سرې شوې دى.
ما د هغوئ په مينځ کښې د يو داسې کس لټون کولو چې د دېوال مرمت وکړى او په وران شوى ځائ لکه د دېوال په شان ودريږى د هغه مُلک دپاره ودريږى چې زۀ يې تباه نۀ کړم، خو ما څوک هم پېدا نۀ کړو.
خو زۀ به د يهوداه په خلقو رحم کوم، زۀ به هغوئ د خپلو دشمنانو نه، نۀ په وسلو، او نۀ په لښکرو، نۀ په آسونو او نۀ په جنګى ګاډو، بلکې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک به هغوئ په خپل زور او قدرت سره بچ کړم.“
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.
خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.