2 ستا جامې ولې دومره سرې دى؟ داسې لکه چې ستا جامې د انګورو نچوړولو سره سرې شوې وى.
هغه خپله کوچاڼې د انګور په بوټى پورې تړى، د ټولو نه ښۀ بوټى پورې. هغه خپلې جامې د انګور په سور رس کښې وينځى.
هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.
دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“
نو په دې وجه دې زما په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، زۀ به تاسو قتل و غارت ته حواله کړم او دا به تاسو پسې وى. لکه څنګه چې تاسو د قتل و غارت نه نفرت ونۀ کړو، نو دغه شان قتل و غارت به تاسو پسې وى.
نو فرښتې خپل لور ورواچولو او په دُنيا يې د انګورو د بوټو فصل راټول کړو او هغه يې د خُدائ پاک د غضب په هغه لويه لنګرۍ کښې ورواچول.
او هغۀ په وينو لړلې جامې اغوستې وې او د هغۀ نوم د خُدائ پاک کلام دے.
او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.