نو ځکه د يروشلم نه به زما باقى ژوندى پاتې خلق راوځى، او د صيون په غرۀ باندې ژوندى پاتې خلق به خوارۀ شى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به دا هر څۀ کوى.
د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.
په آسمان کښې د خپل مقدس مقام نه لاندې وګوره او خپلو خلقو بنى اِسرائيلو له برکت ورکړه، هغه مُلک له هم برکت ورکړه چې زرخېز او آباد دے کوم چې تا مونږ له راکړے دے، لکه څنګه چې تا زمونږ د پلار نيکۀ سره وعده کړې وه.