Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 63:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 63:14
17 Iomraidhean Croise  

د زمکې په مخ باندې د بنى اِسرائيلو په شان بل يو قوم هم نشته، چې هغوئ تا د غلامۍ نه خلاص کړل د دې دپاره چې هغوئ ستا خپل خلق شى. تا چې د هغوئ دپاره کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى دى د هغې په وجه ستا نوم په دُنيا کښې مشهور او خور شوے دے. چې ستا خلق مخ په وړاندې تلل نو تا نور قومونه او د هغوئ معبودان لرې کړل، هغه خلق کوم چې تا د مِصر نه آزاد کړل د دې دپاره چې ستا خپل خلق شى.


اوس زمونږ خُدايه پاکه، مونږ ستا شُکر کوُو او مونږ ستا د جلال نه د ډک نوم ثناء صِفت کوُو.


د ليويانو دې مشرانو خلقو ته آواز وکړو، يشوَع، قدمى‌اېل، بانى، حسبنياه، سربياه، هودياه، شبنياه او فتحياه، او هغوئ ووئيل: ”پاڅئ او د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړئ، د هغۀ ثناء صِفت همېشه همېشه کوئ. د هغۀ د شان شوکت والا نوم دې برکتناک وى، دا دې د ټولو صِفتونو او برکتونو نه اوچت وى.“


چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“


هغه چرته دے چا چې خپل طاقت څرګند کړو کله چې موسىٰ خپل لاس اوچت کړو، هغه چرته دے چا چې د هغوئ په وړاندې سمندر تقسيم کړو او خپل ځان يې د همېشه دپاره مشهور کړو؟


تا په مِصر کښې معجزې او حېرانونکى کارونه کړى دى، او ستا دا سلسله په بنى اِسرائيلو او په ټولو انسانانو کښې تر ننه پورې راروانه ده، او تر نن ورځ پورې تا خپل نوم ته جلال ورکړو.


لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.


خو زما دې په خپل ذات او جلال قسم وى د کوم جلال نه چې ټوله زمکه ډکه ده،


کوم حُکمونه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړى وُو هغوئ د هغې په مطابق خېمې ودرولې او وړلې.


”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“


نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.


ترڅو چې مونږ د هغۀ د جلالى فضل ثناء ووايو کوم چې هغۀ مونږ ته په خپل محبوب زوئ کښې وړيا رابخښلې ده.


يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.


مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.


نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.


ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan