يشعياه 63:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو. Faic an caibideil |
خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بېعزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.
نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.