Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 62:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 ګورئ، مالِک خُدائ ټولې دُنيا ته دا اعلان کوى، ”د صيون لور ته ووايئ چې ګورئ، ستاسو خلاصون راتلونکے دے. ګورئ، د هغۀ اجر د هغۀ سره دے، او د هغۀ انعام د هغۀ نه مخکښې مخکښې روان دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 62:11
18 Iomraidhean Croise  

ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


افسوس، تاسو خپل د خلاصون خُدائ پاک هېر کړے دے او هغه مضبوط ګټ درته نۀ دے ياد چې تاسو پرې پناه اخستے شئ. خو تاسو د پردى مُلک د معبود د عبادت دپاره ښائسته باغونه کَرلى دى.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


د بابل نه ووځئ. او د بابليانو نه وتښتئ. د خوشحالۍ سره د دې خبر چغه ووهئ، او د دُنيا تر ګُټ ګُټه پورې دا خبره مشهوره کړئ چې، ”مالِک خُدائ خپل خِدمت کوونکى بنى اِسرائيليان بچ کړى دى.“


خو ما ووئيل چې، ”زما محنت بې‌فائدې دے، ما خپل طاقت بې‌فائدې او بې‌مقصده ضائع کړے دے، خو يقيناً چې زما حق مالِک خُدائ سره دے او زما خُدائ پاک به ما له اجر راکړى.“


هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“


زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”يو خلاصونکے به صيون ته راځى، د يعقوب هغه اولاد له چې د خپلو ګناهونو نه اوړى.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


”صيون لور ته ووايئ چې ګوره، ستا بادشاه درروان دے، څوک چې حليم دے، په خرۀ سور، په کوچاڼے يعنې په کوچى باندې.“


بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ټولې دُنيا ته لاړ شئ او زما د زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ.


”اے د صيون لورې. مۀ يرېږه. وګوره، ستا بادشاه په کوچاڼى سور راروان دے.“


کۀ د دُنيا آخرى سر ته هم لېږلے شوى يئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو راغونډ کړى او واپس به مو راولى،


”ما ته غوږ ونيسئ. زۀ عيسىٰ زر درځم او ستاسو اجر د خپل ځان سره دروړم چې هر يو ته به زۀ د هغوئ د عمل په مطابق ورکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan