يشعياه 62:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى. Faic an caibideil |
زۀ به د هغوئ په مينځ کښې يوه نښه قائمه کړم. او په هغوئ کښې چې کوم ژوندى پاتې وى نو څۀ به ترې نورو قومونو ته ولېږم. هغوئ به ترسيس، ليبيا او لِديه چې په غشو او ليندو استعمالولو کښې تکړه دى، او توبل او يونان ته ولېږم. او هغه لرې مُلکونو ته به يې ولېږم چې هغوئ زما د شُهرت نه نۀ دى خبر او چې زما جلال يې هم نۀ دے ليدلے. هغوئ به دغه قومونو ته زما د لويئ اعلان وکړى.