اوس غوږ ونيسئ او ما له راشئ، نو تاسو به ژوندى اوسئ. زۀ به تاسو سره يو نۀ ختمېدونکے لوظ وکړم او زۀ به تاسو له هغه نۀ ختمېدونکې مينه درکړم چې ما يې د داؤد سره لوظ کړے وو.
مالِک خُدائ فرمائى، ”لکه څنګه به چې زما نوى آسمانونه او نوې زمکه زما په وړاندې قائمه وى، نو هم داسې به ستاسو اولاد او ستاسو نوم تر همېشه پورې قائم وى.“
زۀ به د هغوئ سره ابدى لوظ وکړم، چې زۀ به د هغوئ سره ښېګړه کول هيڅکله نۀ پرېږدم. او زۀ به خپله يره د هغوئ په زړُونو کښې واچوم، ترڅو چې نور هغوئ ما نه لرې لاړ نۀ شى.
او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.