Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 60:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 دا د ترسيس سمندرى جهازُونه دى چې تا له راروان دى. ځکه چې دا جزيرې په ما يقين ساتى. دا سمندرى جهازونه ستا اولاد سره د هغوئ د سرو زرو او سپينو زرو د لرې لرې مُلکونو نه راولى، او داسې به ستا د مالِک خُدائ د نوم درناوے وشى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے، ځکه چې هغۀ تا له شان او شوکت درکړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 60:9
46 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک دې يافت ډېر تېر کړى، د هغۀ اولاد او د شيم خلق دې د وروڼو په شان کړى، او کنعان دې د هغۀ غلام کړى.“


د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى.


هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان به يې راوړل.


يهوسفط بادشاه تجارتى سمندرى جهازُونه جوړ کړل چې د اوفير مُلک نه سرۀ زر راوړى، خو دا په عصيون‌جابر کښې مات شول او هيڅکله لا نۀ ړل.


نو بيا کله چې د بل مُلک خلق کوم چې ستا د قوم بنى اِسرائيلو نه نۀ وى او ستا د شُهرت او د هغه لويو کارونو نه خبر شى چې تا د خپلو خلقو دپاره کړى دى او ستا د عبادت دپاره د لرې نه راشى او دې کور طرف دُعا وکړى،


لکه د ترسيس د بحرى بيړو په شان تا هغوئ تباه کړل، د زورَور مشرقى بادونو په زور دې تس نس کړل.


هغۀ ته به د ترسيس بادشاهان او د لرو لرو جزيرو نه قلنګ راوړى، هغۀ ته به د شيبا او سِيبا بادشاهان تحفې راوړى.


مالِک خُدائ بادشاه دے ټوله دُنيا دې خوشحالى وکړى، او ټولې لرې جزيرې دې خوشحالى وکړى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زما شان او شوکت به ستا په مخکښې تېر شى او ستا په مخکښې به زۀ خپل مقدس نوم واخلم کوم چې مالِک خُدائ دے. زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.


د خپلې خولې په مېوه انسان خپله خېټه مړه کړى او د خپلو شونډو په فصل هغه مطمئن شى.


کله چې هغه ورځ راشى، نو مالِک خُدائ به يو ځل بيا د خپل طاقت نه کار واخلى او خپل هغه خلق به خپلو کورونو ته راولى کوم چې په اسور، مِصر، فتروس، ايتهوپيا، عيلام، بابل او د حمات په مُلکونو کښې او د سمندر په غاړو کښې پاتې شوى وُو.


هغه به ټول لوئ سمندرى جهازُونه او ټولې ښائسته کشتۍ ډوبې کړى.


د نمرخاتۀ په طرف مُلکونو کښې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوئ. کوم خلق چې د سمندر په غاړه اوسيږى نو هغوئ دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے.


مالِک خُدائ ته يو نوے حمد ووايئ، اے ټولې دُنيا، د هغۀ ثناء صِفت بيان کړئ. اے په سمندر کښې مسافرانو او د سمندر ټول مخلوقه، د هغۀ ثناء صِفت کوئ. اے لرې مُلکونو او په هغې کښې اوسېدونکو خلقو، د هغۀ حمد ووايئ.


هغه به نۀ بې‌حوصلې کيږى او نۀ به نااُميده کيږى، هغه به په زمکه اِنصاف قائم کړى. لرې لرې مُلکونه به د هغۀ د تعليماتو په انتظار وى.


زما په نظر کښې تاسو قيمتى او عزتمند يئ، او تاسو په ما ګران يئ. نو په دې وجه به زۀ ستاسو په ځائ خلق ورکړم او ستاسو د ژوند په بدله کښې به زۀ قومونه ورکړم.


زۀ به شمال ته ووايم چې هغوئ پرېږده چې لاړ شى او جنوب ته به ووايم چې هغوئ مۀ ايساروه. زما زامن د لرې مُلکونو نه واپس راوله، زما لوڼه د زمکې د هر سر نه واپس راوله.


ما خپل خلاصون نزدې راوړے دے، هغه لرې نۀ دے. زما خلاصون راتلو کښې به وخت نۀ لګى. زۀ به يروشلم بچ کړم او بنى اِسرائيلو ته به خپل شان او شوکت وښايم.“


اے لرې قومونو، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو، چې لرې اوسېږئ. زما د پېدا کېدو نه مخکښې مالِک خُدائ زۀ خوښ کړم او زۀ يې خپل خِدمت کوونکے مقرر کړم.


خُدائ تعالىٰ داسې فرمائى، ”ګورئ، زۀ به قومونو ته اِشاره وکړم، او هغوئ به ستاسو زامن په غېږ کښې او ستاسو لوڼه په اوږو کورونو ته راولى.


زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.


اوس به تاسو د بل مُلک هغه قومونه راوغواړئ، چې په يو وخت کښې هغوئ تاسو نۀ پېژندئ، خو اوس به هغوئ په منډه منډه تاسو له راشى. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، د بنى اِسرائيلو مقدس ذات به دا هر څۀ وکړم، او تاسو له به عزت درکړم.


د هغوئ د بدترين لالچ په وجه زۀ هغوئ ته په قهر وم، نو په دې وجه ما هغوئ له سزا ورکړه او هغوئ مې رد کړل. خو هغوئ ضديان وُو او بيا بيا به خپلو لارو ته راواپس کېدل.


خپل ځان نه ګېرچاپېره نظر واچوه او وګوره، هغوئ ټول راغونډيږى او تا له راځى. ستا زامن به د لرې لرې نه راشى، او ستا لوڼه به په غېږ کښې راوستلے شى.


د اوښانو غټې قافلې به تا له راشى، د ميديان او عيفه نه به اوښان راشى. هغوئ به د شيبا نه راشى او سرۀ زر او خوشبودارې مصالحې به راوړى او د مالِک خُدائ ثناء صِفت به کوى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، زۀ به د درياب په شان د يروشلم سلامتى زياته کړم، او د قومونو دولت به پرې لکه د سېلاب په شان راروان وى. بيا به تاسو د هغې سينه روئ، او هغه به تاسو په ډوډى ګرځوى، او په خپل غېږ کښې به مو ځنګوى.


نو په دغه وخت کښې به دوئ يروشلم ته د ”مالِک خُدائ تخت“ ووائى، او ټول قومونه به په يروشلم کښې راټول شى او د مالِک خُدائ نوم له به عزت ورکړى. او دوئ به نور د خپل سرکشه او شريره زړونو پيروى نۀ کوى.


نو په هغه وخت کښې به د هغه خلقو نه د شُکر ګزارۍ حمدونه او د خوشحالۍ آوازونه واورېدلے شى. زۀ به د هغوئ شمېر زيات کړم، او هغوئ به کمولے نۀ شى. زۀ به خلق مجبور کړم چې د هغوئ عزت وکړى، او هغوئ به سپک نۀ شمېرلے کيږى.


زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.


پاڅه او مُلکونه غوبل کړه، اے صيون لورې، ځکه چې زۀ به تا له د اوسپنې ښکر درکړم، زۀ به تا ته د پيتلو نوکونه درکړم او تۀ به ډېر قومونه ټوټه ټوټه کړې. تۀ به د هغوئ هغه مال چې په ظلم زياتى يې حاصل کړے دے مالِک خُدائ ته وقف کړې او د هغوئ دولت به د ټولې دُنيا مالِک ته پېش کړې.


د ډېرو ځايونو نه به خلق ستا د عزت کولو دپاره راشى د اسور نه واخله د مِصر ښارونو پورې، او د مِصر نه واخله د فرات سيند پورې، او د لرى سمندرونو او غرونو پورې.


مالِک خُدائ به هغوئ ويروى کله چې هغه د ټولې دُنيا خُدايان کمزورى کړى. د دُنيا ټول قومونه به د هغۀ عبادت وکړى، او هر يو به يې په خپل مُلک کښې کوى.


تر دې چې يهوداه او يروشلم به په خپلو کښې جنګ کوى. د ګېرچاپېره ټولو قومونو دولت به راغونډ کړے شى، چې په کښې به په لوئ مِقدار سرۀ زر او سپين زر او جامې وى.


هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“


ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“


خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى.


ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.


خو هغه بله ښځه ساره د آسمانى يروشلم په شان ده، هغه آزاده ښځه ده، او هغه زمونږ مور ده.


بيا هغوئ يشوَع ته دا قيصه بيان کړه، ”صاحِبه، مونږ د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حقله اورېدلى دى او مونږ د هغه هر څۀ نه خبر شوى يُو چې هغۀ په مِصر کښې کړى دى نو مونږ ځکه د ډېر لرى مُلک نه راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan