Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 60:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بيا به تۀ دا وګورې او خوشحاله به شې، ستا زړۀ به غټ شى او د خوشحالۍ نه به درزيږى. ځکه چې د لرې مُلکونو خزانې به تا له راوړے شى، او د قومونو دولت به تا له راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 60:5
25 Iomraidhean Croise  

زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.


څوک چې په هغۀ توکل کوى نو د خوشحالۍ نه ځليږى، مختورن به نۀ وى او نۀ به شرميږى.


خو دا ښار چې په تجارت کښې کومه ګټه کوى نو هغه به مالِک خُدائ ته وقف کيږى. دا پېسه به نۀ شى جمع کولے، خو چې څوک د مالِک خُدائ په حضور کښې پاتې کيږى نو هغوئ به په دې پېسو باندې ښۀ کافى خوراک او ښائسته لباس اخلى.


تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.


ستا دروازې به تل کولاو وى، شپه او ورځ به دا نۀ بنديږى، ځکه چې د قومونو مال دولت او د هغوئ ګرفتار شوى بادشاهان به د فتحې په جلوس کښې ښار ته دننه راوستل شى.


په هغه وخت به تاسو د مالِک خُدائ اِمامان يادېږئ، او خلق به تاسو ته د خُدائ پاک خادِمان وائى. تاسو به د نورو قومونو د مال دولت نه خوند واخلئ او د هغوئ نه چې کوم مال حال تاسو ته ملاويږى په هغې به لافې وهئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”ګورئ، زۀ به د درياب په شان د يروشلم سلامتى زياته کړم، او د قومونو دولت به پرې لکه د سېلاب په شان راروان وى. بيا به تاسو د هغې سينه روئ، او هغه به تاسو په ډوډى ګرځوى، او په خپل غېږ کښې به مو ځنګوى.


نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


چا ته چې پينځۀ تيلۍ ورکړے شوې وې هغه سمدستى لاړو او سوداګرى يې پرې شروع کړه او پينځۀ تيلۍ يې پرې نورې وګټلې.


هغه ايمانداران يهوديان چې د پطروس سره راغلى وُو هغوئ حق حېران شول چې د روحُ القُدس نعمت په غېر‌يهوديانو هم نازل شو.


نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“


د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم.


زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.


ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده.


او مونږ د نورو په خوارۍ فخر نۀ کوُو خو اُميد کوُو چې ستاسو د ايمان په زياتوالى کښې به زمونږ د کار درجه نوره ډېره زياته شى،


هغوئ مسافر خپل غرۀ ته رابلى او هلته صحيح قربانۍ پېش کوى. هغوئ ته د آباد سمندر نه دولت ملاويږى او د شګو نه ورته پټه خزانه ملاويږى.“


د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.


د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى.


حنه دُعا وکړه او وې وئيل، ”مالِک خُدائ زما زړۀ د خوشحالۍ نه ډک کړے دے، هغۀ چې څۀ کړى دى په هغې باندې زۀ څومره خوشحاله يم. زۀ په خپلو دشمنانو پورې خاندم زۀ څومره خوشحاله يم ځکه چې خُدائ پاک زما مدد کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan