Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 60:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمد‌و‌ثناء نوم اخلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 60:18
23 Iomraidhean Croise  

ما د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره يو ځائ خوښ کړے دے او ما هغوئ هلته آباد کړى دى، چې هلته به نور هغوئ بغېر د څۀ تکليف نه ژوند تېروى. د کوم وخت نه چې هغوئ دې مُلک ته ننوتلى دى، نو خراب خلق په هغوئ باندې حملې کوى، خو داسې به بيا نۀ کيږى. زۀ تا سره وعده کوم چې تا به د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کوم او تا له به اولاد درکړم.


هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.


د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.


مالِک خُدائ به د قومونو اِنصاف وکړى او د هغوئ په مينځ کښې به لانجې هوارې کړى. هغوئ به د خپلو تُورو نه د يوې خولې جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قومونه به هيڅکله بيا جنګ له لاړ نۀ شى، او نۀ به بيا دوئ د جنګ تربيت حاصلوى.


په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.


د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.


په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟


ستا د بادشاهت بنياد به په اِنصاف باندې وى، د ظلم زياتى نه به په امان يې، نۀ به تۀ يرېږې، او نۀ به يره تا ته نزدې راځى.


نو زۀ به هغوئ له زما په خپل کور او د هغې چارديوارۍ کښې يو داسې يادګار او نوم ورکوم چې د لوڼو او زامنو نه به زيات ښۀ وى. او کوم نوم به چې زۀ هغوئ له ورکوم نو هغه به تل تر تله وى او هيڅکله به ختميږى نه.


ستا دروازې به تل کولاو وى، شپه او ورځ به دا نۀ بنديږى، ځکه چې د قومونو مال دولت او د هغوئ ګرفتار شوى بادشاهان به د فتحې په جلوس کښې ښار ته دننه راوستل شى.


زۀ به ستا زېړ په سرو زرو، اوسپنه په سپينو زرو، لرګى په زېړو او کاڼے په اوسپنه بدل کړم. امن به ستا رهنما او صداقت به ستا حکمران جوړ کړم.


لکه څنګه چې زمکه شينکے راټوکوى او باغ خپل تخم زرغونوى، نو داسې به خُدائ تعالىٰ خلق صداقت ته جوړ کړى او دوئ به د ټولو قومونو په مخکښې د هغۀ ثناء او صِفت وکړى.


بهر لاړ شئ، د ښار دروازو نه بهر لاړ شئ. او چې کوم خلق واپس راځى نو د هغوئ دپاره يو سړک جوړ کړئ. يو لوئ سړک تيار کړئ، د دې نه کاڼى لرې کړئ. يوه جنډا ولګوئ چې قومونو ته پته لګى.


تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.


او مۀ مالِک خُدائ آرام ته پرېږدئ ترڅو چې هغۀ يروشلم قائم کړى نۀ وى او د دُنيا دپاره يې د فخر باعث جوړ کړى نۀ وى.


بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.


هغه به د ډېرو قومونو په مينځ کښې عدالت وکړى، او د لرې او نزدې مضبوطو حکومتونو لانجې به فېصله کړى. هغوئ به خپلې تُورې وټکوى او يوې به ورنه جوړې کړى او د خپلو نېزو نه به د بوټو قينچيانې جوړې کړى. قوم به د قوم خلاف تُوره نۀ اوچتوى، او نۀ به هغوئ د جنګ کولو تربيت حاصلوى.


په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو.


او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“


په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم.


نو زۀ به د حمله کوونکى لښکر خلاف د خپل کور حِفاظت کوم. زما په خلقو به بيا هيڅکله ظالمان راونۀ خېژى، ځکه چې زۀ اوس په خپله د دې حفاظت کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan