Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 60:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 زۀ به ستا زېړ په سرو زرو، اوسپنه په سپينو زرو، لرګى په زېړو او کاڼے په اوسپنه بدل کړم. امن به ستا رهنما او صداقت به ستا حکمران جوړ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 60:17
15 Iomraidhean Croise  

او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو.


هغه ستا سرحدونه په سلامتۍ کښې ساتى، او د ټولو نه په ښو غنمو باندې دې معموروى.


غرونه به خلقو ته آبادى راولى، غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى.


زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“


سپوږمۍ به د نمر په شان ځليږى او نمر به په اووۀ چنده زيات روښانه شى، دا به داسې وى لکه چې د اوو ورځو رڼا يو ځائ شى. دا به په هغه وخت کښې وشى کله چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو د هغه زخمونو مرهم پټۍ وکړى او هغه زخمونه ورله روغ کړى چې کوم زخمونه هغۀ ورکړى دى.


چرته چې اوس د غنو بوټى دى نو هلته به د سبر ونې راوټوکيږى، او د ازغو په ځائ کښې به د نختر ونې راوټوکيږى. دې سره به د مالِک خُدائ نوم ته جلال ملاويږى، دا به د هغۀ د قدرت او د مينې يو نۀ ختمېدونکې نښه وى.“


طاقتور بادشاهان او زورَور قومونه به ستا هر ضرورت پوره کړى، داسې لکه چې تۀ يو ماشوم يې او د مَلِکې سينه روې. بيا به تا ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ ستاسو خلاصونکے، حفاظت کوونکے د بنى اِسرائيلو طاقتور حکمران يم.


ستا په مُلک کښې به نور د ظلم زياتى، تباهۍ او بربادۍ ذکر قدرې نۀ کيږى. تۀ به خپلو دېوالونو ته خلاصون او دروازو ته حمد‌و‌ثناء نوم اخلې.


د هغۀ په ځائ به بل بادشاه راشى هغه به محصُول اخستونکى ولېږى چې شاهى شان و شوکت پرې وساتى. خو په لږو ورځو کښې به هغه تباه شى، خو نۀ د غصې په وجه او نۀ د جنګ په وجه.


سپين زر زما دى او سرۀ زر هم زما دى، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى.


نو خُدائ پاک زمونږ دپاره يوه ښۀ منصوبه جوړه کړې وه، هغه دا چې زمونږ سره به هغوئ کامِل کړے شى.


خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan