Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 60:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو چې کوم قوم او بادشاهى ستا خِدمت نۀ کوى نو هغوئ به برباد شى، هغوئ به په مکمل طور تباه شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 60:12
18 Iomraidhean Croise  

قومونه دې ستا خِدمتګاران شى او خلق دې ستا په مخکښې ټيټ شى. تۀ دې په خپلو خلقو حکومت وکړې او ستا د مور اولاد دې تا ته ټيټ شى. چې په تا څوک لعنت وائى په هغوئ دې لعنت وى او چې څوک تا له برکت غواړى په هغوئ دې برکت وى.“


د خُدائ پاک په مدد سره به مونږ ګټه وکړُو، او هغه به زمونږ دشمن چخڼى کړى.


د هغۀ د زوئ په وړاندې کۀ د زړۀ د اخلاصه ټيټ نۀ شئ، نو هغه زر غصه کيږى، او ناڅاپه به تباه شئ، هغه به بختور شى څوک چې د هغۀ پناه کښې راشى.


ډېر قومونه به د بنى اِسرائيلو مدد وکړى چې هغوئ خپل هغه مُلک ته واپس راشى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکړے دے. او هلته به هغه قومونه د وينځو او نوکرانو په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کوى. کومو خلقو چې په يو وخت کښې بنى اِسرائيليان نيولى وُو نو اوس به بنى اِسرائيليان هغه خلق ونيسى او د بنى اِسرائيلو خلق به په هغه خلقو حکومت کوى چا چې په يو وخت کښې په هغوئ ظلم زياتے کولو.


څوک چې تاسو ته غصه وى نو د شکست د شرم سره به مخ شى. څوک چې درسره جنګ کوى نو هغوئ به نيست و نابود شى.


کۀ څوک په تاسو باندې حمله کوى نو دا به زما د طرف نه نۀ وى. نو هر څوک چې ستاسو خِلاف جنګ کوى هغه به شکست خورى.


خو کۀ چرې هر يو قوم زما خبرو ته غوږ ونۀ نيسى، نو بيا به زۀ هغه قوم په مکمل توګه د بېخ نه راوکاږم او نيست و نابود به يې کړم.“ دا د مالِک خُدائ وينا ده.


هرکله چې تا دې ته کتل، نو په دې وخت کښې د غرۀ نه يو لوئ کاڼے په خپله راجدا شو، خو د انسان په لاسونو نه. هغه د هغه مجسمې په پښو راپرېوتو کومې چې د اوسپنې او خاورو نه جوړې شوې وې او هغه يې ټوټه ټوټه کړې.


نو بيا اوسپنه، خاوره، زېړ، سپين زر او سرۀ زر ټول ټوټه ټوټه شو او داسې والوتل لکه څنګه چې په اوړى کښې بوس د غنمو په درمند کښې الوځى. هوا هغه ټول يوړل او هيڅ نښه يې پاتې نۀ شوه. خو هغه کاڼى کوم چې دا مجسمه وويشته هغې نه يو لوئ غر جوړ شو او ټوله زمکه يې ونيوله.


خو په آخر کښې به د خُدائ تعالىٰ مقدسو خلقو ته بادشاهى مِلاو شى، او هغوئ به په هغې باندې تر ابده پورې بادشاهى کوى.


نو بيا به د آسمان لاندې د ټولو بادشاهتونو حکومت، طاقت او لوئى هغه ايماندارانو ته حواله شى چې د خُدائ تعالىٰ خلق دى. د هغۀ بادشاهى به ابدى وى، او ټول حکمرانان به د هغۀ عبادت او تابعدارى وکړى.


زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.


هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan