10 د پردى مُلک خلق به ستا دېوالونه بيا جوړ کړى، او د هغوئ بادشاهان به ستا خِدمت کوى. ما په غصه کښې تا له سزا درکړه، خو اوس به زۀ خپل فضل سره په تا رحم وکړم.
تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې، او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې، او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
بادشاهان به ستاسو دپاره د پلارانو په شان وى او ستاسو خيال به ساتى، او د هغوئ مَلِکې به ستاسو او ستاسو د بچو دپاره د ميندو په شان وى. هغوئ به ستاسو په وړاندې ټيټ شى او ستاسو په پښو دوړې به څټى، نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“
او مالِک خُدائ د پردى مُلک هغه خلقو ته فرمائى چې کوم د هغۀ منونکى جوړ شوى دى، څوک چې د هغۀ سره مينه کوى او د هغۀ خِدمت کوى، کوم چې د سبت ورځ منى او د هغۀ په لوظ ټينګ ولاړ وى،
قومونه به ستا نُور له راشى، او بادشاهان به ستا د سحر راختونکې رڼا له راشى.
هغۀ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې د مالِک خُدائ د برکت نه ډک کال اعلان وکړم، او د خُدائ پاک د بدل اخستلو ورځ راغلې ده چې ټولو ماتم کوونکو ته تسلى ورکړم.
د نورو مُلکونو خلق به ستاسو خِدمت کوى. هغوئ به ستاسو د رَمو خيال ساتى، ستاسو پټو کښې به يوه کوى او ستاسو د انګورو د باغونو خيال به ساتى.
مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.
زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان اِمامان او ليويان جوړ کړم. دا د مالِک خُدائ وينا ده.“
نو بيا به مالِک خُدائ په خپل مُلک غېرت وکړى، او په خپلو خلقو باندې به مهربان شى.
هغه څوک چې لرې دى هغوئ به راشى او د مالِک خُدائ د کور په جوړولو کښې به مدد وکړى. او تاسو ته به پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. دا به وشى خو چې تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره تابعدارى وکړئ.“
د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.
د قومونو شان او شوکت به دۀ ته راوړے شى.