9 نو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او دې قوم ته دا پېغام ورسوه، ”هر څومره کۀ تاسو واورئ خو تاسو به پرې پوهه نۀ شئ، هر څومره کۀ ورته ګورئ نو تاسو به پرې پوهېږئ نه.“
بدکاره انسانان په اِنصاف نۀ پوهيږى، خو څوک چې د مالِک خُدائ لټون کوى نو هغوئ پرې مکمل پوهيږى.
نو دا ځکه به مالِک خُدائ هغوئ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم ورکوى. نو هغوئ به تيندکونه وخورى او راپرې به وځى. هغوئ به زخمى شى، په جال کښې به ګېر شى او ګرفتار به شى.
نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”دا خلق تش په خولۀ زما عزت کوى خو زړونه يې رانه ډېر لرې دى. او دوئ بېفائدې زما عبادت کوى ځکه چې دوئ د انسانانو حُکمونه د تعليم په ډول ورکوى.
نو په دې وجه به په راتلونکى وخت کښې يو ځل بيا زما سلوک د دې قوم سره ډېر عجيبه او د حېرانتيا وى. بيا به د هغوئ د هوښيارانو هوښيارتيا ختمه شى او د هغوئ د پوهانو پوهه به غېبه شى.“
اګر چې تاسو ډېر څۀ ليدلى دى، خو تاسو څۀ توجو نۀ ده ورکړې، اګر چې ستاسو غوږونه خبره واورى، خو تاسو يې نه اورئ.
هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.
اے کم عقلو او بېشعوره خلقو، تاسو سترګې لرئ خو وينئ نه او غوږونه لرئ خو اورئ نه، ما ته غوږ ونيسئ.
”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.
نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لوعمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“
لکه څنګه چې صحيفې وائى، زۀ چې څۀ کوم هغوئ به يې په سترګو وينى، خو څۀ به هم ترې نۀ زده کوى، هغوئ به اورى خو پوهيږى به پرې نه، ګنې نو هغوئ به خُدائ پاک ته راوګرځى او وبه بخښلے شى.“
نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“
”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“
لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“
خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى.