Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا د هغه بلېدونکى مخلوق نه يو زما طرف ته راوالوتلو. هغۀ يوه بَله سکروټه راروانه کړې وه، هغۀ دا د قربان‌ګاه نه د يوې چمټې سره راخستې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 6:6
14 Iomraidhean Croise  

د هغې سرپوښونه او مجمعې د سوچه سرو زرو وى.


د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو.


نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.


مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.


هغه به دوه موټى ښه خوشبوئى او د قربان‌ګاه نه يو مجمر د بلو سکارو واخلى او زيات مقدس ځائ ته به يې دننه راوړى.


او موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”خپل مجمر واخله، د قربان‌ګاه نه په کښې ژوندى سکارۀ واچوه او په سکارو باندې لږه خوشبوئى واچوه. بيا خلقو له په منډه لاړ شه او د هغوئ دپاره کفاره ادا کړه. زر شه. مالِک خُدائ په قهر دے او تباهى د مخکښې نه شروع شوې ده.“


زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.


او هغوئ د اور په شان ژبې وليدلې چې په خپلو کښې جدا شوې، او په هغوئ هر يو نازلې شوې.


ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟


او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“


زمونږ داسې قربان‌ګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan