Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 59:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 59:9
21 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک زما لارې بندې کړې دى او زۀ خوځېدے نۀ شم، او هغۀ زما په لار کښې تيارې جوړې کړې دى.


خو کله چې ما د ښۀ‌والى لټون وکړو، نو بدوالے راغلو، او کله چې ما د رڼا اِنتظار وکړو، نو تيارۀ راغله.


ظالمانو ته هيڅ پته نشته او په هيڅ نۀ پوهيږى. دوئ په تيارو کښې ګرځيږى، د زمکې ټول بنيادونه خوځېدلى دى.


خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.


په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.


مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غور‌غور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.


اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.


نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.


هغوئ به په هغه مُلک کښې سرګردانه ګرځى، اوږى او بې‌حوصلې به وى. د لوږې نه به غصه وى او خپل بادشاه او خُدائ پاک ته به کنځل کوى. هغوئ کۀ آسمان ته سترګې پورته کړى


يا کۀ زمکې ته ګورى، خو هغوئ ته به د پرېشانۍ، مصيبت او تيارې نه بغېر هيڅ هم نۀ ښکارى، په تکه توره او يروونکې تيارۀ کښې به وغورزولے شى.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.


مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله.


هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.


هغوئ لکه د ړندو په کوڅو کښې سرګردانه ګرځېدل. او په وينو داسې لت پت وُو چې چا يې جامو له د لاس وروړلو جرأت نۀ کولو.


مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.


هغه څوک چې په ماروت کښې اوسيږى او په مايوسۍ سره د مدد په طمع دى، ځکه چې د مالِک خُدائ نه افت نازل شوے دے، او د يروشلم دروازې پورې رارسېدلے دے.


خو ستا سترګې بد کتلو کښې ډيرې پاکې دى، تۀ بد نۀ شې برداشت کولے. بيا ولې تۀ دوکه باز برداشت کوې؟ بيا ولې تۀ خاموش يې کله چې بدعمله هغوئ لواړ تېروى څوک چې د هغوئ نه زيات صادق دى؟


کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan