Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 59:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5-6 هغوئ د زهرژنو مارانو په هګو کښېنى چې بچى ترې راوځى. څوک چې د هغوئ هګۍ وخورى نو مړۀ شى او چې ماتې شى نو زهرژن مار ترېنه راوځى. دا خلق د جولا جال جوړوى او داسې کپړه ترې جوړوى چې هيڅ د کار نۀ وى. هغه کپړه چې هغوئ جوړه کړه خپل ځان پرې پټولے نۀ شى. د هغوئ عملونه هم د ګناه دى، او ظلم زياتے د هغوئ کار دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 59:5
6 Iomraidhean Croise  

د هغوئ ايمان نازک وى، د هغوئ يقين د جولا د جالې په شان وى.


په آخر کښې دا لکه د مار چيچل کوى او لکه د منګور په شان زهريله وى.


اے فلستيانو، په دې باندې خوشحالېږئ مۀ چې په کومه چوکه به تاسو وهل خوړل هغه ماته شوې ده، ځکه چې د دغه مار نه به زيات زهرژن مار پېدا شى، يوه داسې اژدها چې تاسو به تباه کړى.


ګونګيان به هلته جالې جوړوى، هګۍ به اچوى، بچى به ترې نه راوباسى او وزرو لاندې به يې پټوى، او ساتنه به يې کوى. ټپوسان به هلته راغونډيږى او هر يو سره به خپله ماده وى.


اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.


خو کله چې يحيىٰ وليدل چې ډېر فريسيان او صدوقيان د بپتسمې دپاره راځى نو ورته يې وفرمائيل، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا دا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan