11 مونږ ټول لکه د مېلوګانو غوريږُو، لکه د کونترو غورغور کوُو، مونږ د اِنصاف په انتظار کښې يُو خو شته دے نه، مونږ د خلاصون په انتظار کښې يُو خو دا زمونږ نه لرې دے.
څوک چې بدې منصوبې جوړوى ما ته رانزدې دى خو دوئ ستا د شريعت نه لرى دى
خلاصون د بدعملو نه لرې دے ځکه چې هغوئ ستا د قانون لټون نۀ کوى
زۀ کمزورے شوے بلکل تباه شوے يم، زۀ زبيرګى کوم په زړۀ باندې غمژن يم.
جواب راکړه او واوره زما. خپلو پرېشانو ډېر زورَولے يم،
بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.
زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.
ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بېمددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.
اِنصاف وروستو شوے دے او صداقت لرې ولاړ دے. رښتيا د ښار په چوک کښې تيندک خوړلو سره راپرېوته، او ديانتدارى ورته ورداخلېدے نۀ شى.
نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.
نو ځکه اِنصاف زمونږ نه لرې دے او صداقت مونږ ته رارسى نه. مونږ د رڼا په انتظار کښې يُو، خو ګوره صرف تيارۀ راته ښکارى. مونږ د سپينې رڼا په اُميد کښې يُو خو په تکه توره تيارۀ کښې ګرځو.
مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله.
”کاش چې زما سر د اوبو چينه وے، او زما سترګې د اوښکو چينې وے، ترڅو چې ما شپه او ورځ د خپلو خلقو په قتلولو ژړا انګولا کولے.
زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى.
څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ ټول به غرونو ته پناه اخستلو له لاړ شى، او هر يو به لکه د ګوګوشتکو په شان د خپلې ګناه په وجه زبيرګى کوى.
هغوئ د زړۀ د اخلاصه ما ته سوال نۀ دے کړے، خو هغوئ د پرېشانۍ نه په خپلو کټونو کښې ژړاګانې کوى. هغوئ د غلې يا د ميو حاصلولو دپاره معبودانو ته خپل ځانونه غوڅوى، خو هغوئ زما خلاف بغاوت کوى.
د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى.
نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى.