8 نو بيا به تاسو لکه د سحر د نمر په شان ځلېږئ، او ستاسو زخمونه به زر زر جوړ شى. او ستاسو صداقت به ستاسو نه مخکښې روان وى، او د مالِک خُدائ جلال به د وروستو نه ستاسو حِفاظت کوى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو صحت دوباره ښۀ کړم، او ستاسو زخمونو ته به شفا ورکړم. زۀ به دا کار وکړم ځکه چې ما اورېدلى دى چې خلق تا ته ”جلاوطن شوے“ وائى، ”صيون د چا چې څوک هم خيال نۀ ساتى.“
ځکه چې د دې اُمت زړونه سخت شوى دى، غوږونه يې کاڼۀ شوى او سترګې يې پټې شوې دى. ګنې د هغوئ سترګو خو به ليدل، د هغوئ غوږونو به اورېدل او د هغوئ زړونه به پوهېدل، او بيا به هغوئ واپس راګرځېدلى وے او ما به روغ کړى وے.“