Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 58:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 58:7
38 Iomraidhean Croise  

بيا لوط هغه سړو له ورَغلو چې کومو ته يې لوڼه کوژدن شوې وې او ورته يې وفرمائيل، ”زر شئ او د دې ځائ نه ووځئ، مالِک خُدائ به دا ځائ تباه کوى.“ خو د هغوئ خيال دا وو چې هغه ټوقې کوى.


او وې فرمائيل، ”صاحِبانو، زۀ به ستاسو خِدمت کوم. ما سره کور ته لاړ شئ. تاسو پښې ووينځئ او شپې ته ايسار شئ. تاسو چې سحر وختى پاڅئ نو په خپله مخه تلے شئ.“ خو هغوئ جواب ورکړو، ”نه، مونږ به دلته د جرګې په ځائ کښې شپه وکړُو.“


او هغه څلور سړى د دې دپاره مقرر کړے شول چې قېديانو له د هغه نيولے شوى مالِ غنيمت نه جامې ورکړى. هغوئ ورله د اغوستلو دپاره څپلۍ او جامې ورکړې، د خوراک څښاک ښۀ ډېر څيزونه يې ورکړل او د هغوئ په زخمونو يې د زيتُونو تېل واچول. هغه کسان چې کوم ډېر کمزورى وُو او تلے نۀ شو نو هغوئ يې په خرونو کښېنول او ټول قېديان په يريحو کښې د يهوداه علاقې ته بوتلے شول، کوم چې د کجورو د ونو ښار دے. بيا د اِسرائيل خلق خپل کور سامريه ته راواپس شول.


مونږ يهوديان د يو نسل نه يُو. ولې زمونږ بچى د هغوئ د بچو په شان نۀ دى؟ خو بيا هم مونږ مجبور يُو چې د خپلو بچو نه غلامان جوړوُو. زمونږ څۀ لوڼه د وړاندې نه د وينځو په توګه خرڅې شوې دى. مونږ په دې وجه بې‌مددګاره يُو چې زمونږ پټى او د انګورو باغونه زمونږ نه اخستے شوى دى.“


تا تږو کسانو له اوبۀ نۀ دى ورکړې، او تا د نهَرو کسانو نه روټۍ ايساره کړې ده.


هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.


يو رحمدله کس خپل ځان ته فائده ورکوى، خو ظالم سړے خپل ځان په تکليفونو کښې راګېروى.


بختور دى هغوئ څوک چې سخاوت کوى، ځکه چې هغوئ غريبانان مړوى.


د هغه کس په بچ کولو کښې سستى مۀ کوه څوک چې مرګ ته روان کړے شوے وى، او هغه حلالولو ته مۀ پرېږده.


کۀ ستا دشمنان اوږى وى، نو هغوئ له خوراک ورکړه، کۀ چرې هغوئ تږى وى، نو هغوئ له اوبۀ ورکړه.


څوک چې غريبانانو له ورکړه کوى نو د هيڅ شى محتاجه به نۀ شى، خو څوک چې په دوئ باندې سترګې پټوى نو دوئ به په لعنت کښې ګرفتار شى.


کۀ تاسو اوږو خلقو له روټۍ ورکړه او د مظلومانو مدد مو وکړو، نو بيا به ستاسو رڼا په تيارۀ کښې وځليږى، او چې ستاسو نه ګېرچاپېره کومه تيارۀ وى نو هغه به د غرمې په رڼا بدله شى.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.


هغه نۀ په چا ظلم کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى، هغه غلا نۀ کوى خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


بادشاه سلامت، په دې وجه دې زما نصيحت تا ته د منلو وى، د خپلو ګناهونو اعتراف وکړه او هغه په ښو کولو سره پرېږده، او په مظلومانو رحم وکړه او شرارت پرېږده. نو کېدے شى چې په دې کښې به ستا د بادشاهۍ خير قائم پاتې شى.“


خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.


خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“


هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل او خوراک يې ورته کېښودو او هغه سره د خپله ټوله خاندانه ډېر خوشحاله شو ځکه چې هغوئ په خُدائ پاک ايمان راوړے وو.


د مقدسينو په حاجتونو کښې مدد کوئ او د مسافرانو د مېلمستيا خيال ساتئ.


کۀ تاسو وګورئ چې ستاسو د اِسرائيلى ورور غوا يا ګډې لار غلطه کړې وى، نو هغه هم داسې مۀ پرېږدئ، او خپل مالِک له يې واپس ورولئ.


په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.


اے زما وروره، ما ته ستا په مينه ډېره خوشحالى او تسلى مِلاو شوې ده ځکه چې ستا په سبب د مقدسينو زړونه تازه شوى دى.


چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan