Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 58:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 58:3
23 Iomraidhean Croise  

هلته د اهاوا نِهر سره ما ټولو له دا حُکم ورکړو چې روژه ونيسئ او د خپل خُدائ پاک په وړاندې خپل ځانونه عاجزان کړئ او هغۀ ته سوال وکړئ چې په سفر کښې زمونږ مدد وکړى او زمونږ، زمونږ د بچو او زمونږ د مال دولت حِفاظت وکړى.


په دې باندې د سوچ کولو نه پس، ما د خلقو مشران او آفسران ورټل او ورته مې ووئيل، ”تاسو د خپلو خلقو نه سود اخلئ.“ نو ما د دې دپاره د خلقو يو جرګه راوغوښته چې د دې مسئلې حل راوباسو


نو هغۀ دا هم وئيلى دى چې، ”د خُدائ پاک د راضى کولو څۀ فائده ده.“


کله چې زۀ ژاړم او روژه ونيسم، نو دوئ په ما پورې خندا کوى.


خُدائ پاک د هغه چا د دُعا نه نفرت کوى څوک چې د شريعت نه مخ اړوى.


بيا مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج تاسو ته آوازونه کول چې ژړا او ماتم کوئ، خپل سرونه کل کړئ او د ټاټ جامې واغوندئ.


خو د هغې په ځائ، تاسو خندا او خوشحالى کوله. تاسو څاروى او ګډې حلالې کړې چې وې خورئ او تاسو مے څښل. تاسو وئيل، ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ يُو.“


زۀ خپلو خلقو ته غصه وم، ما هغوئ له داسې سزا ورکړه چې تا ته مې حواله کړل. او تا په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړو، او په بوډاګانو دې هم ډېر دروند بوج کېښودو.


دا اصُول به د همېشه دپاره وى. د اوومې مياشتې په لسمه ورځ اِسرائيليان او د هغوئ سره مهاجر خلق به خامخا روژه نيسى او هيڅ کار به نۀ کوى.


چې په کومه ورځ باندې هغوئ روژه نيسى او کار نۀ کوى نو هغه به يوه ډېره مقدسه ورځ وى. دا اصُول به د همېشه دپاره وى.


”د دې اوومې مياشتې لسمه ورځ د کفارې ده، دا به ستاسو دپاره يوه مقدسه اجتماع وى. تاسو به روژه نيسئ او مالِک خُدائ ته په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ.


تاسو ووئيل چې، د خُدائ پاک خِدمت کول بې‌فائدې دى. مونږ د هغۀ د حکمونو په منلو او د مالِک خُدائ ربُ الافواج په حضور کښې په خپلو ګناهونو په ماتم کولو څۀ حاصل کړل؟ نه، هيڅ نه.


او خُدائ پاک هغۀ ته راڅرګند شو. بلعام ورته وفرمائيل، ”ما اووۀ قربان‌ګاه جوړې کړې دى او يو غوَيے او يو ګډ مې په هره يوه باندې پېش کړل.“


خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan