Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 58:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 او ستاسو هغه پخوانى کنډرات به دوباره آباد کړے شى. تاسو به تېرو نسلونو بنيادونه بيا آباد کړئ. او بيا به تاسو دېوالونه دوباره جوړولو والا، او لارې کوڅې دوباره آبادولو والا يادېږئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 58:12
20 Iomraidhean Croise  

خو بيا ما هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ مونږ په دې وجه په تکليف کښې يُو چې يروشلم تباه شوے دے او د دې دروازې سوزولے شوې دى. راځئ چې د يروشلم دېوالونه بيا جوړ کړُو او د دې بې‌عزتۍ نه ځان خلاص کړُو.“


او بيا مې بادشاه ته ووئيل، ”بادشاه سلامت، کۀ تۀ په ما باندې مِهربانى کول غواړې او دا چې زما درخواست منظور کړې، نو ما له دا اجازت راکړه چې زۀ يهوداه ته لاړ شم، نو چې داسې زۀ هغه ښار بيا جوړ کړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ شوى دى.“


سنبلط، طوبياه، عربى جشم او زمونږ نور دشمنان خبر شول چې مونږ د دېوال جوړول ختم کړى دى او چې په دې کښې يو مات ځائ هم پاتې نۀ دے، اګر چې مونږ د دروازو په ځايونو کښې دروازې هم لا نۀ وې لګولې.


د دُنيا د بادشاهانو او وزيرانو سره چې هغوئ د خپل ځان دپاره محلونه جوړ کړى وُو او اوس ترې نه کنډرات جوړ دى،


دا ګناه به ستاسو دپاره د يو داسې اوچت دېوال په شان وى چې چاودے او کوږوالے پکښې راغلے وى او دېوال کينوى او بيا سمدستى يو درز سره زمکې ته راګزار شى.


زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ستاسو د بچ کېدو وخت راغلو، نو ما په تاسو نظر وکړو او د مدد دپاره مې ستاسو فرياد واورېدو. زۀ به ستاسو حِفاظت او ساتنه وکړم او ستاسو په ذريعه به د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم. او زۀ به يو ځل بيا تاسو په هغه مُلک کښې آباد کړم کوم مُلک چې اوس شاړ او ويجاړ پروت دے.


يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.


اے د يروشلم کنډرو، په يو ځائ د خوشحالۍ سندرې ووايئ. مالِک خُدائ به خپل ښار بچ کړى او خپلو خلقو له به تسلى ورکړى.


هغوئ به پخوانى کنډرات بيا آباد کړى او د هغه ځايونو مرمت به وکړى کوم چې ډېره موده مخکښې تباه شوى وُو. هغوئ به هغه تباه شوى ښارونه بيا قائم کړى کوم چې تر ډېرو نسلونو پورې غېر آباد وُو.


”هغه ورځ راتلونکى ده،“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کله چې دا ښار د حنن‌ايل د برج نه واخله تر د ګوټ د دروازې پورې به دوباره زما دپاره آباد شى.


تاسو د دېوال چاؤدونو ته ورنۀ غلئ او نۀ مو د دې مرمت وکړو چې د بنى اِسرائيلو قوم د مالِک خُدائ په ورځ په جنګ کښې قائم پاتې شى.


مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې زۀ تاسو د خپلو ټولو ګناهونو نه پاک کړم، زۀ به ستاسو ښارونه بيا ودان، او دوباره به ستاسو کنډرې آبادې کړم.


نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،


په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.


په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،


زۀ به خپل جلاوطنه خلق بنى اِسرائيل واپس راولم، هغوئ به خپل کنډر شوى ښارونه بيا آباد کړى او په کښې به اوسيږى، هغوئ به د انګورو باغونه وکَرى او د دې مے به څښى، هغوئ به باغونه وکَرى او د دې مېوه به خورى.


ستا د دېوالونو جوړولو دپاره ورځ به راشى، په هغه ورځ به ستا سرحدونه لوئ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan