يشعياه 58:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 ”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ. Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.