Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 57:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 خو بدعمله خلق د چپې وهونکى سمندر په شان دى، چې هيڅکله په آرام کيږى نه او چپې يې ځان سره ګند ګريل راوړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 57:20
13 Iomraidhean Croise  

شامى بادشاه په دې باندې ډېر زيات خفه شو، هغۀ خپل آفسران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستاسو کوم يو کس د اِسرائيل د بادشاه طرفدارى کوى؟“


خو بدعمله خلق تباه دى، هغوئ چې د نورو خلقو سره څۀ سلوک کړے وى نو هم هغه شان عمل به د هغوئ سره هم وشى.


د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د شريرانو دپاره سلامتى نشته.“


نه هغوئ د امن لار پېژنى او نه د هغوئ په لارو کښې اِنصاف شته. هغوئ خپلې لارې کږې وږې جوړې کړې دى، نو هر څوک چې په دې لار ځى هغه امن نۀ پېژنى.


مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى.


کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بې‌ادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بې‌بارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بې‌مېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى.


هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan