2 څوک چې د خُدائ پاک په لارو ژوند تېر کړى، او چې کله وفات شى نو ورته آرام او سکون ملاويږى.
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
او هغه په هغه قبر کښې ښخ شو کوم چې هغۀ د داؤد په ښار کښې په يو غټ ګټ کښې خپل ځان دپاره جوړ کړے وو. هغوئ د هغۀ ښخولو دپاره مصالحې او خوشبويۍ والا تېل استعمال کړل او هغوئ د هغۀ په مرګ باندې د غم دپاره يو لوئ اور بل کړو.
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
نېکانو او صادقانو ته وګوره، د دوئ آئنده به وى په خير سره.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
د دُنيا ټول بادشاهان په خپلو ښائسته ښائسته قبرونو کښې پراتۀ دى،
اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
د هغۀ دپاره د مړو په مينځ کښې د آرام ځائ جوړ شو، د هغې ټولو فوجيانو سره د هغې د قبر نه چاپېره. هغوئ ټول ناسنته دى او په تُوره وژلے شوى دى. ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو، هغوئ د هغه چا سره شرمنده پراتۀ دى څوک چې په قبر کښې دى.
ترڅو چې ستا تعلق دے په خپله لار تر آخره لاړ شه. تۀ به وفات شې، نو تۀ به په آخرى ورځو کښې بيا راژوندے شې د دې دپاره چې خپل ميراث درته مِلاو شى.“
مالِک ووئيل، شاباش زما اعتبارى او ايمانداره نوکره، تا په لږ څۀ کښې ځان اعتبارى ثابت کړو، اوس به زۀ تا د ډېر څۀ اختيارمند کړم. راشه او د خپل مالِک په خوشحالۍ کښې شريک شه.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو او فرښتو يوړو او د اِبراهيم په غېږ کښې يې واچولو. هغه مالداره سړے هم مړ شو او ښخ کړے شو،
”اے مالِکه، نن تۀ خپل خادِم د خپلې وعدې په مطابق په سلامتۍ سره رخصتوې،
او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.
آو، مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بېشکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“