12 زۀ به ستا تش د نامې صداقت او کارونه خلقو ته څرګند کړم. او دا به ستا هيڅ په ښه نۀ راځى.
څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
هر څوک چې بُتان جوړوى نو هغوئ هيڅ هم نۀ دى او چې کومو څيزونو ته هغوئ ډېر زيات خوشحاليږى هغه بېفائدې دى. د بُت پرستانو نۀ خو سترګې شته او نۀ پکښې عقل شته خو آخر به هم د شرم سره مخ شى.
”په زوره چغې ووهئ، ورو ورو خبرې مۀ کوئ. د بيګل په شان په اوچت آواز سره زما خلقو بنى اِسرائيلو ته د هغوئ د ګناه او بغاوت په حقله ووايئ.
تۀ هغه خلقو ته هرکلے وائې څوک چې په خوشحالۍ سره د صداقت کارونه کوى او ستا په لار ځى. ګوره، تۀ مونږ ته غصه وې، خو مونږ ګناه نۀ پرېښودله، چې د ډېرې زمانې نه مونږ په ګناه کښې بوخت يُو، نو څنګه به بچ شُو؟
مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بېادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“
ما ته د هغوئ د خيالونو او عملونو پته ده. زۀ ټول قومونه او جدا جدا ژبو وئيلو والا راغونډوم. هغوئ به راشى او زما جلال به ووينى.
هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“
د انسان ټول نسلونه بېعقله او بېعلمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.
دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى.
دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.
خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.
دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى.