10 د نورو معبودانو په لټولو کښې تاسو خپل ځانونه ستړى کړئ، خو تاسو هيڅکله نۀ وايئ چې، ”دا فضول دى.“ ستاسو شوق تاسو له طاقت درکوى نو ځکه تاسو ستړى کېږئ نه.
تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.
خو هغوئ په جواب کښې ووئيل چې، خپله خولۀ دې په مونږ مۀ خرابوه، مونږ چې په کومو طريقو اوسېدل غواړُو هغه شان به اوسيږو، په سرکشۍ سره به د خپل زړۀ بد خواهشونه پوره کوُو.“
نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بېفائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“
تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې.
نو باران په دې وجه ايسار شوے وو او د سپرلى څاڅکى ونۀ ورېدل. نو دا چې تا د کنجرى شکل نيولے دے او تا له هيڅ شرم نۀ درځى.
اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.
هر يو دوست بل دوست سره دوکه کوى، او يو هم رښتيا خبره نۀ کوى، هغوئ خپلو ژبو ته د دروغو وئيلو تعليم ورکړے دے، او په ګناه کولو سره خپل ځان ستړے کوى.“
خو دا ټول کارونه بېفائدې وُو، تر دې چې د دې ډېر زيات زنګ په اور هم اخوا نۀ شو.
آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟
يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.