Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشعياه 55:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشعياه 55:9
9 Iomraidhean Croise  

مالِکه خُدايه پاکه، او بيا تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې؟


نو لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو دومره د دۀ مينه د هغوئ دپاره لويه ده څوک چې د هغۀ نه يريږى.


مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.


ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده، او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده، کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.


زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“


بې‌احساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا قسم کړے دے، ”ما چې کومه منصوبه جوړه کړې ده نو هغه به پوره شى. ما چې د څۀ اراده کړې ده نو هغه به کيږى.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan